اوریـــــــــدل

آسانتیا برابرول

مـــلاتـــړکـول

بي بي ګل غني

د پرانیستو دروازو تګلاره

د ټولنې د ټولو وګړو لپاره د پرانیستو دروازوه تګلاره


د لمړۍ میرمنې دفتر د ټولنې ټولو وګړو لپاره د پرانیستو دروازو تګلاره خپله کړې ده: 
دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه په سلګونو کسانو په ځانګړی او ډلیزه توګه د لمړۍ میرمنې سره کتنې تر سره کړې دي او تر سره کوې یې تر څو خپل اندیښنې، هیلې او لاسته راړنې له هغې سره شریکې کړې. 
د لمړۍ میرمنې دفتر د یوې وسیلې په توګه د ټول هیوادوالو لپاره کار کوي ترڅو د هغوي غوښتنې اړوند ادارو ته ورسوي.


څرنګه کتنه تنظیم کړۍ؟


هیله ده د info@firstlady.gov.af بریښنا لیک له لارې زمونږ سره په اړیکه کښې شئ.
ستاسو څخه به د لمړۍ میرمنې سره د کتنې دلیل او همدارنګه ستاسو او ستاسو د ګروپ د کړنو په هکله پوښتنې وشې. 
او وروسته به بیا دا دفتر تاسو ته د کتنې په هکله لارښوونه وکړي.


د چا سره به کتنه تر سره شي؟


لمړۍ میرمنه هیله لرې تر څو د ټولنې ټولو وګړو سره کتنه تر سره کړي. 
په تیره بیا له هغه ډلو سره چې د افغاني ټولنې د پراختیا په موخه فعالیت لري تر څو د هغوی پیاوړتیا ته وده ورکړي او هغوي وکولای شي چې خپلو موخو ته ورسیږي. 
د لمړۍ میرمنې دفتر ته کومه اجرایوي بودیجه نه ده ځانګړې شوې، په دې مانا چې د ویشلو لپاره کومې پیسې نه لري، خو کولاي شي چې د اړیکو په ټینګولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کښې مرسته وکړي.


وروستي خبرونه او پروګرامونه